د فوټبال ملي فدراسیون د ۲۰۲۶ کال فوټسال اسیا جام ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
کابل (کوه نور ۵م دلوه ۱۴۰۴): د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالیو لپاره، چې کوربهتوب یې اندونیزیا کوي، د ملي فوټسال لوبډلې وروستی ۱۴ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، علياحمد محسني، عليرضا جعفري او محمدجواد صفري د لوبډلې دروازهساتونکي دي.
د خبرپاڼې له مخې، عباس حیدري، حمیدرضا حسيني، خداداد ابراهيمي، رضا حسینپور، محمد مرادي، سیدمرتضی حسيني، فرزاد محمودي، سیدمجتبی حسيني، اکبر کاظمي، امید قنبري او سیدحسین موسوي د ملي لوبډلې نور بلل شوي لوبغاړي دي.
همداراز، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي له تایلند کې د تمریني کمپ تر پای ته رسولو وروسته، نن سهار (یکشنبه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره همګروپه ده.
د دې سیالیو وروستۍ پړاو به د ۱۴۰۴ کال د دلو له ۷ تر ۱۸ پورې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷ تر فبرورۍ ۷ سره سمون خوري، د ۱۶ لوبډلو په ګډون په اندونیزیا کې ترسره شي.





