اوچا: تېر کال مو افغانستان کې د وچکالۍ لپاره ۱۴ ميليونه ډالر ځانګړې کړي وو

January 26, 26 Hamdullah Danish

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې تېر کال افغانستان کې د وچکالي د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره ۱۴ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړې شوي وو.

سرچینې ويلي، دغه اندازه ډالر د ۷۸۰ زرو کسانو لپاره د پاکو اوبو برابرولو، نغدي مرستو، روغتايي خدمتونو او سرپناه برابرولو په برخو کې وېشل شوي دي.

دغه دفتر په خپل راپور کې ليکلي، د افغانستان ۸۰ سلنه کليوالي خلک خپلې اړتياوې د کرنې له لارې پوره کوي؛ خو د وروښتونو کافي نشتون یې بیا کرنيز حاصلات زيانمن کړي دي.

په‌ دغه راپور کې راغلي، بدخشان، فارياب، سرپل او تخار هغه ولايتونه دي، چې وچکالي تر نورو ډېر ځپلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورستیو ورښتونو او واورو د وچکالي د قابو کولو هيله راپيدا کړې ده.