پاکستان ته د سپینو زرو د اتو خښتو د قاچاق مخه نیول شوې
د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو خبر ورکړی چې، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کې اته د سپینو زرو خښتي نیولي، چي پاکستان ته قاچاق کېدلې.
د یادې قول اردو ویاند نذیر احمد شکېب ویلي، د دغو خښتو د قاچاق کولو په تور يې دوه کسان نیولي، چې اړوندو ارګانونو ته به يې وسپاري.
شکېب همدارنګه ویلي چي، شپږ کارټنه درمل یې هم نیولي چي له پاکستان څخه راقاچاق شوي وو او سوځولي يې دي.
دا سپین زر داسي مهال له قاچاق څخه راګرځول سوي چي، په دې وروستیو کي په هېواد کي دننه او نړیوال بازار کي د سرو او سپینو زرو بيې خورا لوړې شوې دي.





