د ټاپي پروژې د چارو پرمختګ؛ هرات کې د دې پروژې ۹۱ کیلومتره مسیر د پایپ لاین غځولو لپاره چمتو شوی

January 26, 26 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۶ دلوه ۱۴۰۴): د هرات والي مولانا اسلام‌جار د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې له مسوول «بګنج عبدالله یوف» او په هرات کې د ترکمنستان له جنرال قونسل سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

دې لیدنه کې د هرات والي د ټاپي پروژې له پرمختګونو څخه خوښي ښودلې، د پروژې د روانو چارو ستاینه یې کړې او د ترسره شویو هڅو قدرداني یې کړی دی.

اسلام‌جار همداراز ویلي، چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو پایله کې د ټاپي پروژه هره ورځ لا ښه بڼه خپلوي او له رامنځته شویو پرمختګونو سره هیله مندي ورځ تر بلې زیاتېږي.

ورپسې د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې مسوول د خپل کاري راپور په وړاندې کولو سره ویلي، تر اوسه د دې پروژې ۹۱ کیلومتره مسیر د پایپ لاین ایښودلو لپاره چمتو شوی او همداراز د دې مسیر په اوږدو کې یو شمېر کاري کمپونه جوړ شوي دي.

په پای کې، په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل «باتور یولوف» د ټاپي پروژې د پرمخ بیولو په بهیر کې د افغان حکومت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ترسره شویو پلانونو له مخې به د ټاپي پروژې کار د روان میلادي کال تر پایه هرات ولایت کې بشپړ شي.