تېره میاشت ټول هېواد کې له يوولس زرو ډېر د زېږون کارتونه وېشل شوي
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال په تېره جدي مياشت کې يې په ټول هېواد کې يوولس زره او ۶۴۰ د زېږون کارتونه وېشلي کې پکې ۸ زره او ۱۸ تنه لويان او ۳ زره او ۴۴۲ تنه ماشومان شامل دي.
سرچېنې ليکلي، ترټولو ډېر د زېږون کارتونه په کابل کې ۷ زره او ۱۲۱، خوست کې ۹۶۶، بلخ کې ۷۴۸، ننګرهار کې ۷۴۱ او هرات کې ۳۰۸ دانې وېشل شوي دي.
د خبر پانې له مخې، په همدې موده کې بیا ډ ټول هېواد په کچه ۲ زره او ۴۶۰ تنو ته د مړينې پارچې هم وېشل شوې، چې تر ټولو ډېرې يې په کابل، هلمند، کندهار، پکتيا او خوست ولايتونو کې دي.





