ملګري ملتونه: د واورين ژمي له امله افغان کډوال سخت وضعيت سره مخ دي

January 24, 26 Hamdullah Danish

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې ژمي په راتګ سره د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله د افغان کډوالو وضعیت له سخت حالت سره مخ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري ويلي، نه يوازې دا، چې د راستنو شويو حالت سخت دی، بلکې هغه چې نوي راستنیږي هم له ننګونو سره مخ دي.

دغه خبر داسې مهال ورکول کيږي، چې د وروستيو واورو او ورښتونو له امله په ټول هېواد کې ۶۱ تنه مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې لا هم له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو د اېستلو لړۍ په چټک ډول روانه ده.