دهېواد په شمال کې ټرافیکو پېښو اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
خبرياله: نازو عمري
د بدخشان او فاریاب ولایتونو په دوو جلا ترافیکي پېښو کې اته کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، پېښه د کشم ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په نهرین سیمه کې له سړک څخه د موټر اوښتو په پېښه کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان دي ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې ورستیو کې، په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي، چې لاملونه یې د موټر چلوونکو بېپروايي، د سړکونو خرابوالی چټک تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول ګڼل کېږي.





