ایران: د نفتو او کانونو په برخه کې افغان انجنیران روزو

February 11, 26 KohiNoor

 خبرياله: نازو عمري 

د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي موسوي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د نفتو او ګازو د استخراج او تصفیې ترڅنګ د کانونو په برخه کې هم افغان انجنیران وروزي.

نوموړي دغه څرګندونې د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال عبدالرحمن قانت سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

موسوي همداراز زیاته کړې، چې ایراني خصوصي استخراجوونکي شرکتونه او پانګوال لېواله دي څو د افغانستان د معدني سرچېنو د استخراج او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي.

بلخوا، د اسلامي امارت د کانونو او پټرولېم وزارت مرستیال په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د کان‌کېندنې د نافذه قوانینو او تګلارو پر بنسټ به له ایراني پانګوالو سره همکاري وکړي.