په ۶۰۰ میلیونه افغانۍ د ترینکوټ خاص روزګان سړک کارونه پیل شول

February 11, 26 KohiNoor

د روزګان د ټولګټو چارو ریاست وایي، د ترینکوټ-خاص روزګان ۸۰ کیلومتره سړک د لومړي فاز د جوړولو کارونه یې پیل کړي دي.

د یاد ولایت د ټولګټو چارو رئیس، مولوي ادم جان نعماني، نن (چهارشنبه) په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، په لومړي فاز کې د مرکز ترینکوټ ښار له سرخولیـز سرې اډې څخه تر چنارتو ولسوالۍ پورې د ۱۲.۳۰ متره په پراخوالي سره د ۲۵ کیلومتره سړک جوړول شامل دي، چې په دوو کلونو کې به یې کارونه بشپړ شي.

د نعماني په وینا، په دې پروژه کې د یادې لارې په اوږدو کې د پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.

دا خبر داسې مهال ورکړل شوی چې څه موده مخکې په دغه ولایت کې په ۷۹۰ میلیونه افغانۍ د کندهار-روزګان لویې لارې د بیارغولو کارونه هم پیل شوي، چې اوس هم دوام لري.