نږدې ۳۰ هېوادونو ایران ته د هرمز تنګي د پرانېستلو وړاندیز کړی

March 15, 26 Nazo omari

 

 د راپورونو له مخې د نړۍ شاوخوا دېرشو هېوادونو ایران ته وړاندیز کړی، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو لپاره له دوی سره دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک کړي؛ خو ایران بیا ویلي، چې دا تنګی يې یوازې د خپلو دښمنانو پر وړاندې تړلی دی. 
د ایراني چارواکو په وینا، له جګړې وروسته به د هرمز تنګي لپاره نوې تګلاره اعلان شي، چې له مخې به یوازې هغو بېړیو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکایي ډالرو پر ځای چیني یوان کاروي.
د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د تیلو بیې په نړیوالو بازارونو کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.