سپاه ايران کې پر پوهنتونو تر بريد وروسته: اسرا... او امريکايي پوهنتونونه مو مشروع هدف دي
د ایران سپاه ځواکونو وروسته له هغې د اسرايلي او په آسیا کې د امريکايي پوهنتونونه په نښه کولو خبرداری ورکړ، چې امريکا او اسرا... د ايران په تهران کې د ساينس پوهنتون او اصفهان کې د تکنالوژۍ پوهنتون په نښه کړ.
دغه ځواکونو ويلي، دوی هم د ځوابي برید په توګه اسرايلي او آسيا کې امريکايي پوهنتونونه په نښه کوي.
همدې حال کې بيا د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي، پر ايران د روانو بريدونو اصلي موخه د دغه هېواد د علمي بنسټونو نړول دي.
نوموړي زياته کړې، امريکا او اسرا... دغه چاره په يو سيستماتيک ډول مخ ته وړي.
هغه زياته کړې، د ايران اټومي او توغنديز بنسټونه د امريکا لپاره بهانه وه؛ خو اصلي موخه دا ده، چې دغه هېواد د ايران علمي، کلتوري او تاریخي بنسټونه له منځه وړي.





