ټرمپ: ايران سره جګړه د هيګسټ په ټينګار پيل شوې
د امريکا ولسمشر ويلي، له ايران سره یې جګړه د دغه هېواد د جګړې وزارت د مشر پيټهيګسټ په ټينګار پيل کړې ده.
نوموړي ويلي، هيګسټ لا هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او اوربند ته کومه لېوالتيا نلري.
د ټرمپ په خبره، د جګړې وزیر يې له ايران سره د ستونزو د حل پر ځای پر جګړې ټينګار کاوه او په خبره يې، چې تر نورو لوړپوړو چارواکو د جنګ په پيلولو کې د ده رول ډېر وو.
ټرمپ، پيټ ته په خطاب کې ويلي، «پيټ! فکر کوم ته لومړی نفر وې، چې له ايران سره دې جګړه غوښته او ټينګار دې کاوه، چې هغوی بايد هستوي وسلې ونلري.»





