کولمبيا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي
نړيوال رسنیو خبر ورکړی، چې کولمبيا کې د يوې نظامي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او څلور نور لادرکه دي.
دغه الوتکه C_130 Hercules وه چې پکې ۱۲۸ نفره سپاره وو.
دغه کسانو کې ۱۱ هوايي ځواکونه، ۱۱۵ د ملي اردو ځواکونه او دوه پوليس وو، چې د پيرو هېواد سرحد ته نږدې وغورځېده.
ديادې الوتکې له غورځېدو سره سم پکې شته چاودېدونکو توکو چاودنه هم کړې ده.
د دغه الوتکې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د پېښې علت روښانه نه دی او په اړه يې څېړنې روانې دي.





