پزشکيان: وروستي ګواښونه د مقابل لوري کمزوري څرګندوي
مسعود پزشکیان د وروستیو ګواښونو او تاوتریخوالي په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې چې ګواکې دا هېواد باید له نقشې حذف شي، د مقابل لوري د کمزورۍ او ناهیلۍ څرګندونه کوي.
د پزشکیان په وینا، د یوه تاریخي ملت پر وړاندې دا ډول ګواښونه نه یوازې اغېز نه لري، بلکې د ایران خلک نور هم سره یو موټی کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګی به د نړیوالو کښتیو پر مخ پرانیستی وي، خو هغه هېوادونه چې پر ایران برید وکړي، له دې امتیازه به بې برخې شي.
پزشکیان زیاته کړې، چې هر ډول بېپروا او توندو ګواښونو ته به عملي او قاطع ځواب ورکړي.





