د کوهاټ ویشتل شوی پوځي مرکز ولې مهم و؟

March 13, 26 KohiNoor

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې هغه پوځي مرکز چې د ډرون بریدونو په وسیله په نښه شوی، د تاریخي او ستراتیژیک ارزښت له پلوه د پاکستان د پوځ له مهمو اډو څخه ګڼل کېده. دا پوځي مرکز لا د برېتانیوي هند د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۵۳ کال کې جوړ شوی و. هغه مهال برېتانیوي ځواکونه هڅه کوله چې د قبایلي سیمو د امنیت او کنټرول لپاره قوي پوځي مرکزونه رامنځته کړي، څو د سرحدي سیمو وضعیت تر خپلې ولکې لاندې وساتي. د همدې هدف لپاره په کوهاټ کې یوه پیاوړې کلا او پوځي مرکز جوړ شو چې د پوځ د ځای پر ځای کېدو او د عملیاتو د تنظیم لپاره ترې کار اخیستل کېده.

کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې رامنځته شو، دا پوځي مرکز د برېتانیوي ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستاني پوځ واک ته وسپارل شو. له هماغه وخت راهیسې دا مرکز د پاکستان د پوځ لپاره یو مهم نظامي تأسیسات پاتې شوی او په کې ګڼ شمېر پوځیان، روزنیز واحدونه او د لوژستیکي ملاتړ بنسټونه فعال وو.

د دې مرکز اهمیت یوازې په تاریخي اړخ کې نه و، بلکې د ستراتیژیک موقعیت له مخې هم ډېر ارزښتناک بلل کېده. کوهاټ د هغو سیمو تر منځ موقعیت لري چې له یوې خوا قبایلي سیمو ته نږدې دي او له بلې خوا د خیبر پښتونخوا له مهمو لارو سره تړاو لري. د همدې موقعیت له امله پاکستاني پوځ له دې مرکز څخه د پاړه چینار، صدې، خیبر، کرم ایجنسۍ او اورکزي سیمو د امنیتي چارو د همغږۍ او کنټرول لپاره کار اخیست.

سربېره پر دې، د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځ د اکمالاتو او ملاتړ یوه مهمه نقطه هم همدا پوځي مرکز و. د جګړې لپاره د اړتیا وړ مهمات، وسلې او نور لوژستیکي مواد به له همدې ځایه بېلابېلو پوځي پوستو او واحدونو ته لېږدول کېدل. دا کار د دې سبب شوی و چې کوهاټ د پوځ د اکمالاتي شبکې یوه مهمه کړۍ وګرځي.

په دغه پوځي مرکز کې د وسلو او مهماتو پراخ زېرمتونونه هم موجود وو. د راپورونو له مخې، د برېتانیوي هند د واکمنۍ پر مهال چې کوم زېرمه‌تونونه جوړ شوي وو، لا هم د وسلو د ساتلو لپاره کارول کېدل. دا زېرمتونونه د پوځ د تجهیزاتو د ساتنې لپاره له پخوا څخه په داسې ډول جوړ شوي وو چې هم خوندي وي او هم د جګړې پر مهال ژر لاسرسی ورته ممکن وي.

د کوهاټ دغه پوځي مرکز له جغرافیایي پلوه هم په نسبي لوړه سیمه کې موقعیت لري، چې د نظامي ستراتیژۍ له نظره مهم ګڼل کېږي. له همدې لوړ موقعیت څخه پوځ کولای شي شاوخوا سیمې تر څار لاندې وساتي او د اړتیا په وخت کې ژر عملیات تنظیم کړي. دا ځانګړنه د دې سبب شوې وه چې دا مرکز د قبایلي سیمو د امنیتي مدیریت لپاره یو مهم قرارګاه وګڼل شي.

له همدې امله، د دې پوځي مرکز ویشتل کېدل یوازې یو عادي پوځي هدف نه ګڼل کېږي، بلکې د پوځ د لوژستیکي او ستراتیژیکو فعالیتونو پر یوه مهم مرکز د برید په توګه ارزول کېږي. د راپورونو له مخې، دا مرکز د ډرون بریدونو په وسیله په نښه شوی، خو تر اوسه د دې برید د پایلو، احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه رسمي سرچینو تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي.

په ټوله کې، د کوهاټ پوځي مرکز د خپل تاریخي مخینې، جغرافیایي موقعیت، لوژستیکي اهمیت او د قبایلي سیمو د امنیتي مدیریت له امله د پاکستان د پوځ لپاره یو مهم او ستراتیژیک مرکز بلل کېده. د همدې ځانګړنو له امله د دې مرکز په نښه کېدل د سیمې په امنیتي معادلو کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي