روسیې د منځني ختیځ د روانې جګړې د اوربند لپاره يوه مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د درېدو لپاره داوربند د پرېکړهلیک یوه مسوده وړاندې کړې، چې تر څو په منځني ختیځ کې روانه حالت کنټرول کړي.
د تاس خبري اژانس دمعلوماتو پر اساس، په دې مسوده کې روسیې په «منځني ختیځ کې امريکا د پوځي ترینګلتیاوو د اوسني زیاتوالي» په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړي ده.
د تاس خبري اژانس راپور زياتوي، چې په دې مسوده کې روسیې له ټولو لورو غوښتي، چې سمدستي خپل پوځي فعالیتونه ودروي او په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د ترینګلتیاوو له لا زیاتېدو څخه ډډه وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې متن کې د امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو څخه په جدي ډول غواړي چې پرته له ځنډه بېرته خبرو اترو ته وګرځي او له ټولو سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي.





