واشنګټن پوسټ: مسکو له ایران سره د امریکا د اډو ګرځولو په نښه کولو کې مرسته کوي

March 06, 26 Farmanullah zubairzai

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې روسیه تهران ته په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځي بېړیو او الوتکو د موقعیتونو په اړه استخباراتي معلومات ورکوي.

سرچینه زیاتوي، چې د معلوماتو لېږد پروسه له هغه ورځ پیل شوی، چې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه.

واشنګټن پوسټ د راپور پر اساس، چې دا کار له ایران سره مرسته کوي، چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او ځواکونه په ډېري اسانۍ سره هدف وګرځوي.

تر اوسه روسې ددې ادعاوو په اړه څه نه دې ويلي.