قطر پخوانی لومړی وزیر: له ایران سره مستقیمه جګړه به اوږدمهاله پایلې ولري
قطر پخوانی لومړی وزیر: له ایران سره مستقیمه جګړه به اوږدمهاله پایلې ولري
د امریکا او اسرا... له خوا پر ایران د بریدونو د دوام او د منځني ختیځ په سیمه کې د ایران د اقداماتو په اړه، د قطر پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره مستقیمه جګړه وشي، د دواړو لوریو ځواکونه کمزوري کېدای شي او دا به نورو نړیوالو قدرتونو ته د نفوذ فرصت په لاس ورکړي.
آل ثاني ویلي، که څه هم ایران د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو حاکمیت تر پښو لاندې کړی، خو د دې هېوادونو لپاره به غوره وي چې په مستقیمه جګړه کې ګډون ونه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا، اسرا... او ایران ترمنځ روانې ترینګلتیاوې ښايي په پای کې کمې شي، خو که خلیج هېوادونه جګړې ته ورګډ شي، اغېزې به یې اوږدمهاله وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د منځني ختېځ ځينو هېوادونو د ایران سفیران احضار کړي.





