عراقچي: د مذاکراتو بریا د مقابل لوري له جدي چلنده پورې تړلې ده
د ایران بهرنیو چارو وزیر جینوا ته دخپل سفر په ترڅ د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سید بدر البوسعیدي سره په لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام، د تهران پر رسمي دریځ او ورته مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
عراقچي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مذاکراتو بریالیتوب د مقابل لوري پر جدي چلند او د متضادو او دوهګونو دریځونو پر نه نیولو پورې تړلی دی.
هغه ویلي؛که دواړه لوري له صداقت او واحد دریځ سره مخکې لاړ شي، د هوکړې زمینه برابریدای شي.
بلخوا د عمان د بهرنیو چارو وزیر بیا د منځګړیتوب هڅو د دوام ډاډ ورکړی.





