ایرانۍ رسنۍ : پوله ساتو ځواکونو مو ۷۰۰ افغانان د یخنۍ له مرګه ژغورلي

February 21, 26 KohiNoor

 ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د خراسان رضوي ولایت سرحدي ځواکونو ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي.

 د راپورونو له مخې، دغه کسان د سختې سړې هوا له امله له جدي خطر سره مخ وو او هڅه یې کوله په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.

د یاد ولایت د پوله‌ساتو قومندان مجید شجاع ویلي، ژغورل شویو کسانو ته بېړنۍ روغتیايي مرستې برابرې شوې دي.

هغه دغه راز  ټینګار کړی، چې ایران ته د بهرنیو وګړو ننوتل باید د قانوني لارو ترسره شي او د غیرقانوني تګ راتګ په صورت کې به قانوني اقدامات وشي.

په راپور کې د دغو کسانو د روغتیا د دقیق وضعیت او د هغوی د راتلونکي په اړه نور معلومات نه دي شریک شوي.

 د یادونې ده ،چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي، وو چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په سرحدي سیمو کې ګڼ افغانان، چې د یخنۍ له امله بند پاتې وو، ژغورلي او تر درملنې وروسته یې بېرته افغانستان ته استولي دي.