اسرائیلي رسنۍ: پوځ ته د ایران سره د جګړې لپاره د چمتووالي لارښوونه شوې

February 19, 26 KohiNoor

اسرائیلي رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی، چې د اسرائیلو  د ایران پر ضد د امریکا د احتمالي برید له امله خپل پوځ ته جګړې ته تیارسۍ کړی دی.

 د «يديعوت أحرونوت» ورځپاڼې په راپور کې راغلي،
بیړنیو ادارو او د کورني جبهې قومندانۍ ته، چې د ملکي دفاع مسؤله پوځي اداره ده لارښوونه شوې، چې د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

 د یادې  ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس، دا اقدامات د ایران پر ضد د امريکا یوه احتمالي برید سره تړاو لري، چې تمه کېږي اسرائیلي ځواکونه هم پکې برخه واخلي.

 دا په داسې حال کې ده چې، اکسوس ویب‌سایټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار له قوله خبر ورکړی و، چې متحده ایالات ښايي د ایران پر ضد پوځي اقدامات «تر تمې ژر او په پراخه کچه» پیل کړي.

 د سرچینو د مالوماتو له مخې ښایي امريکا دا عملیات له اسرائیلو سره په ګډه ترسره کړي.