اصف: که د سولې تضمین ونه شي، پر افغانستان هوايي بریدونو کې به دوه زړه نه شو
خبرياله: نازو عمري
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که د افغان حکومت له لوري د سولې ډاډ ورنه کړل شي، نو هېواد به یې پر افغانستان د هوايي بریدونو په ترسره کولو کې هېڅ ډول دوه زړتوب ونه کړي.
نوموړي دا څرګندونې له فرانس ۲۴ خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. هغه ادعا وکړه، چې په پاکستان کې وروستي امنیتي بریدونه د هند او کابل له لوري د پیل شوې نیابتي جګړې برخه ده.
د پاکستان دفاع وزیر دغه راز وویل، چې کله پر پاکستان بریدونه کېږي، افغانستان او هند په ګډ دریځ خبرې کوي، او په همدې تړاو یې یو ځل بیا له هند سره د جګړې احتمال یاد کړ.
خواجه اصف تر دې وړاندې هم ویلي وو، ښايي د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې پر افغانستان برید وکړي.
بل لورته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو ،چې له افغانستان سره جګړه نه غواړي او له کابل یې غوښتي وو چې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې د کوټلي ګامونه واخلي.





