اکسیوس: ښايي امریکا په نږدې ورځو کې پر ایران برید وکړي

February 18, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د اکسیویس خبري ویب سایټ راپور ورکړی، چې ښايي د ډونالډ ټرمپ اداره د ایران پر ضد د یوې سترې جګړې دپیلولو په حال کې وي.

 سرچینو یادې رسنۍ ته ویلي، په دغه برید کې به اسرائیل هم شامل وي، چې ښايي له تمې خلاف لویه جګړه وي.

د راپور له مخې، اسرایلي چارواکو ویلي چې اسرائیل د لویې سناریو په لټه کې دی، چې پکې د ایران د حکومت بدلون، د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په نښه کول شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې ښايي دا جګړه په څو ورځو کې پېښه شي.

باخبره سرچینې وايي، که امریکا پر ایران پوځي اقدام وکړي؛ نو دا به د څو اوونیو پراخ پوځي کمپاین وي او د محدود برید پر ځای به د بشپړې جګړې بڼه ولري.

د اپه داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وو که امریکا پر ایران د برید تېروتنه وکړي؛ نو غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي