ټرمپ: په ايران کې د رژيم بدلون ښايي يوه غوره پرېکړه وي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ورستیو څرګندونو کې ويلي، د ايران رژيم زيان رسوونکی او دی او بدلون يې ښايي يوه غوره پرېکړه وي.
هغه ويلي، دغه رژیم له اوږدې مودې راهيسې خبرې کوي؛ خو د عمل څرک يې نه ليدل کيږي.
نوموړي زياته کړې، دغه رژيم د بشري حقونو په نقض، د خلکو ژوند ته په ګواښ او نورو سرغړونو تورن دی او باید مخنيوی يې وشي.
همدې حال کې بيا رويټرز راپور ورکړی، چې اوسمهال پر ايران د بريد په موخه د امريکا چمتوالی تر بل هر وخت ډېر شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ايران ګواښ کړی که امريکا پرې د برید تېروتنه وکړه، نو سیمه به هم يوې جګړې ډګر وګرځي.





