د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره د جګړې نیت نه لرو
د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د غبرګون په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلاماباد له افغانستان سره د جګړې نیت نه لري.
د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، افغانستان د پاکستان دوست هېواد دی او اسلاماباد نه غواړي چې ورسره جګړه وکړي.
هغه دغه راز له افغان حکومته غوښتي، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه مهار کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خواجه اصف له لوري په وروستېو څرګندونو کې ویل شوي وو، چې کېدای شي د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې پر افغانستان پوځي برید وکړي.





