لبنان کې د ودانۍ نړېدو له امله شپږ تنه مړه شوي

February 09, 26 KohiNoor

خبرياله نازو عمري 

په لبنان کې د یوې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، دا پېښه د لبنان په طرابلس ښار کې رامنځته شوې، چې پکې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، اووه نور ټپیان شوي او ګڼ شمېر کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.

ورته مهال، د لبنان د ژغورنې ادارې چارواکو بیا ویلي، په یاده ودانۍ کې شاوخوا ۲۲ کسان اوسېدل او د هغو کسانو د ژغورنې عملیات یې هم پیل کړي، چې تر خاورو لاندې دي.

تر اوسه د ودانۍ د نړېدو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.