مسقط او مسکو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې باید دوام ولري

February 09, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

مسقط او مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر سرګي لاوروف له خپل عماني سیال بدر السعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د دوام اړتیا مهمه بللې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې د سیمې د ثبات د تامین او د پوځي شخړو د مخنیوي لپاره دا خبرې اترې اغېزناکې دي.

د ایران د اټومي لانجې د حل په موخه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تېره جمعه، د فبرورۍ په شپږمه، د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.