مارکو روبیو: له ایران سره مذاکرات دې د توغندیو پروګرام او د لاریونوالو پر وضعیت هم وڅرخي

February 05, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د امریکا  بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې له تهران سره په روانو او راتلونکو مذاکراتو کې باید یوازې د ایران اټومي پروګرام نه، بلکې د دغه هېواد د توغندیو پر پروګرام او د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایراني حکومت پر چلند هم خبرې وشي.
روبیو زیاته کړې، که څه هم واشنګټن د خبرو ملاتړ کوي، خو دی د دغو مذاکراتو محسوسو او عملي پایلو ته ډېر هیله‌من نه دی. 
د هغه په وینا لا هم څرګنده نه ده چې امریکا او ایران به وکولای شي کوم وروستي تړون ته ورسېږي او که نه.