عربي اماراتو کې د اوکراین په اړه غونډه جوړیږي
خبرياله: نازو عمري
تمه ده نن د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کې د اوکراین په اړه یوه غونډه وشي د اوکراین، روسیې، او امریکا مرکچي پلاوي، به د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لارې چارې وڅیړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي روسیه تورنه کړې ،چې د هوکړې خلاف عمل کوي.
هغه ویلي ،چې تېره شپه روسي ځواکونو سلګونه ډرون او توغندي پر اوکراین توغولي او د انرژۍ مرکزونه یې زیانمن کړي دي.
د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسېدلی، خو د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسېدو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.





