هند: پاکستان هڅه کوي، چې د تورونو په لګولو سره خپله ناکامي پټه کړي
خبرياله: نازو عمري
د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هند د بلوچستان په بریدونو کې لاس لري.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې پاکستان هڅه کوي؛ د دغو تورونو په وسیله خپله ناکامي پټه کړي.
جیسوال ټینګار کړی، پاکستان باید د بېځایه تورونو پر ځای د بلوچستان د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
تردې مخکې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې هند د بلوچستان په بریدونو کې لاس لري.
دا په داسې حال کې ده؛ چې وړمه ورځ پلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په دولسو سیمو کې پر پوځیانو بریدونه کړي چې ٨٤ تنه يې وژل دي.





