ايران سره د‌ جګړې احتمال؛ امريکا د ايران هوايي سیستم پر ضد منځني ختیځ ته الکترونیکي بویینګ استولي

February 02, 26 KohiNoor

 د ايران او امريکا ترمنځ د ورستیو ناندريو له ډېرېدو سره سم، امریکا د ایران د هوايي سیستم پر ضد الکترونيکي جنګي بویینګ منځني ختیځ ته استولي دي.
د نړيوالو رسنیو د راپورونو له مخې، امريکا دغه کړنه د احتمالي جګړې د چمتوالی په موخه کړې ده.
همدې‌ حال کې بیا امريکايي څېړونکو ويلي، که څه هم د جګړې نېټه په ډاګه نه ده، خو امریکا د هر ډول سناریو په موخه خپل چمتوالی ډېروي.
هاخوا بیا ايران ګواښ کړی، که امریکا د برید تېروتنه وکړه نو د جګړې لمن به د سیمې هېوادونو ته هم پراخه شي.