د ایران په لاریونونو کې لسګونه بهرنیان نیول شوي

February 04, 26 KohiNoor

د ایران تسنیم دولتي خبري آژانس ددغه هېواد د پوليسو له قوله ويلي، چې په لاریونونو کې ١٣٩ بهرنيان نیول شوي دي. 

د ایراني چارواکو په وینا، یادو کسانو د لاریونونو په تنظیم او سمبالښت کې رول درلود؛ نو له همدې امله نیول شوي ،خو ددغو کسانو د تابعیت په اړه څه ندي ویل شوي.

بلخوا، په امریکا کې د بشري حقونو د فعالانو خبري آژانس «هرانا» راپور ورکړی چې ایراني چارواکو د پراخو اعتراضونو د ځپلو پر مهال تر اوسه ۵۰ زره او ۲۳۵ کسان نیولي دي، او دا بهیر لا هم دوام لري. 

په ایران کې د تیرې میاشتې لاریونونو د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوي وو، چې وروسته په تاو تریخوالي واوښتل او سلګونه کسان پکښې مړه او ټپيان شول.