امنیت شورا د داع... پر زیاتېدونکو ګواښونو غونډه جوړوي
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړۍ د سولې او ثبات پر وړاندې د داعش ډلې د رامنځته شوو ګواښونو په اړه غونډه کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په هغه راپور کې، چې د جنورۍ په ۳۱مه د امنیت شورا غړو ته سپارل شوی، ویل شوي چې د داعش له لوري ګواښونه ورځ تر بلې په نړۍ په ځانګړې توکه افريقايي هېوادونو کې د پراخېدو په حال کې دي
راپور کې راغلي، چې داعش ډله لا هم د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په هېواد کې د دې ډلې هر ډول حضور په کلکه رد کړی دی.





