برازیل کې د بس اور خیستو پېښه ١٦ تنه وژل شوي

February 04, 26 KohiNoor

په برازیل کې د یو بس د اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

 د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دا پېښه د برازیل په شمال ختیځ کې د القواس ایالت کې رامنځته شوې ده.

راپور وايي، یاد بس چې له یوې مذهبي مېلې د راستنېدو په حال کې و، له سړک واوښت او وروسته یې اور واخیست، چې په پایله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د القواس ایالت د هوايي چلند چارواکو ویلي، لا هم یو شمېر کسان د بس تر لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې روانې دي.

بلخوا، د القواس ایالت والي پاولو ډانتاس د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او په ایالت کې یې د درې ورځني ملي ماتم اعلان کړی دی.