قالیباف: مونږ به د اروپا پوځیان د ترهګرۍ نوملړ ته شامل کړو

February 01, 26 KohiNoor

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، تهران پر دې غور کوي چې د هغو اروپايي هېوادونو پوځونه تروریستي ډلې وبولي چې د ایران سپاه پاسداران یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی دی.

قالیباف د پارلمان په نننۍ غونډه کې وویل، د ایران د قوانینو له مخې هر هغه هېواد چې سپاه پاسداران تروریستي ډله ګڼي، پوځونه یې هم د تروریستي ډلو په توګه پېژندل کېږي.

قالیباف زیاته کړه، چې اروپايي هېوادونو د سپاه په نښه کولو سره، یو ځل بیا ښکاره کړه، چې د امریکا له غوښتنو پرته خپلواک دریځ نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې اروپايي ټولنې د جنورۍ میاشتې په ٢٩ نېټه د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړ.