امریکا: د اوکراین او روسیې جګړه دې تر جون میاشتې ختمه شي
امریکا ویلي، د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه دې د جون میاشتې تر پایه، پایته ورسېږي.
ورته مهال، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي بیا ویلي، امریکا غواړي دواړه لوري جګړه ودروي او په همدې موخه یې د راتلونکې اونۍ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د کوربهتوب وړاندیز هم کړی دی.
د زلنسکي په خبره، دا لومړی ځل دی چې واشنګټن د مسکو او کیف ترمنځ په امریکا کې د مخامخ خبرو وړاندیز کوي.
هغه زیاته کړې، دغه احتمالي مذاکرات به د یوې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې ترسره شي.





