محسن نقوي: د اسلاماباد د خونړي برید اصلي طراح افغان دی
خبرياله: نازو عمري
د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د اسلاماباد د وړمې ورځې د خونړي برید په تړاو یې څلور تنه نیولي دي، چې د دوی په وینا یو افغان وګړی هم پکې شامل دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، نیول شوی افغان د یاد برید اصلي طراح بلل کېږي او امنیتي ځواکونو د پلټنو په لړ کې ورسره درې نور مشکوک کسان هم نیولي دي.
دا برید د جمعې په ورځ د اسلاماباد ترلايي سیمې کې د شیعه ګانو پر جومات کې ترسره شو، چې پکې لږ تر لږه ۳۲ کسان ووژل شول او ١٧٠ نور ټپیان شول.
داعش ډلې د یاد خونړي برید مسوولیت ومانه.
د یادونې وړ ده، چې له برید څو ساعته وروسته پاکستان پر افغان حکومت تور پورې کړ چې دا برید له کابله پلان شوی؛ خو ا.ا.ا یې دا ادعا رد کړه.





