برېتانيا: له اوکراين سره ۱۵۰ ميليونه پونډه مرسته کوو

February 12, 26 KohiNoor

د برېتانیا دفاع وزير جان هيلي ويلي، هېواد يې اوکراين کې د امريکايي وسلو د تامين په موخه له دغه هېواد سره ۱۵۰ ميليونه پونډه مرسته کوي.

رويټرز ليکلي، دغه مرستې د اوکراين د لومړیتوبونو څخه شمېرل کيږي.

سرچینې ليکلي، دغه مرستې به وکولای شي، چې اوکراين ته د امريکا نظامي مرستې دوام وکړي، په داسې حال کې چې امريکا د اوس لپاره پر اوکراين نظامي مرستې بندې کړې دي.

راپور کې راغلي، بریتانیا چمتوالی ښودلی، چې اوکراين ته هغه هوايي دفاعي سيستمونه هم برابر کړي، چې د روسيې د بريدونو پر وړاندې ورته اړتيا لري.

د دغه مرستو خبر داسې مهال ورکول کيږي، چې امريکا د روسيې او اوکراين ترمنځ په خپل کوربه توب د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.