د ايران په زندانونو کې درې افغانان اعدام شوي
خبرياله: نازو عمري
د بشري حقونو د څار ادارې «ههنګاو» په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان چې د نشهیي توکو د قاچاق په تورن په ایران کې اعدام شوي دي.
د راپور له مخې، د ایران حکومت په تېرو لسو ورځو کې دا اعدامونه کړي دي.
ایران تر دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو، په ځانګړي ډول د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو، سلګونه کسان اعدام کړي دي.





