ایران: امریکا سره مو په جزیاتو بحث نه دی کړی
خبرياله: نازو عمري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په مسقط کې له امریکا سره وروستیو مذاکراتو کې پر جزییاتو بحث نه دی شوی او د خبرو اصلي تمرکز پر عمومي موضوعاتو و.
د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، باید انتظار وشي تر څو د دغو خبرو راتلونکی بهیر روښانه شي.
په ورته مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي، له ایران سره په خبرو کې د لاریون کوونکو د ځپنې موضوع هم شامله ده.
دغه وزارت همداراز امریکا ته د اسرا... لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سفر او له ډونالډ ټرمپ سره یې لیدنه د ډیپلوماسۍ لپاره ناوړه وبلله.
نتانیاهو به سبا په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.





