ایران: لاهم پر امریکا پوره باور نه لرو
خبریاله نازو عمري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، خو د برجام له هوکړې څخه غوره تړون ته رسېدل ممکن دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې روانې خبرې اترې یوازې د ایران د اټومي پروګرام په محور راڅرخي او د بالستیک توغندیو موضوع پکې شامله نه ده.
عراقچي همداراز د یورانیمو سولهییز غني کول د ایران مشروع او قانوني حق ګني.
بل لور ته، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښه هوکړه هغه ده چې نه پکې د اټومي وسلو شتون وي او نه هم د بالستیک توغندیو پروګرام.
د یادونې ده، چې برجام هغه نړیواله اټومي هوکړه ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ وشوه.





