زیلنسکي لویدیځ ته: که د پوتین مخه ونهنیسئ، نو تاسې به هم مات کړي
خبرياله: نازو عمري
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین توندې نیوکې کړې دي.
زلنسکي د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، پوتین «د جګړې غلام» دی او که مخه یې ونه نیول شي، نو ټوله اروپا به له جدي ګواښ سره مخ شي.
نوموړي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي او د امنیتي تضمینونو برخه کې لا قوي دریځ خپل کړي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د امریکا په منځګړیتوب یو ځل بیا د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي؛ خو د ده په وینا، مسکو کمه لېوالتیا ښيي.
دا جګړه چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده، د ۱۹۴۵ کال وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.





