فضل الرحمن: پاکستان د امریکا نيابتي ډله ده
د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، امريکا په افغانستان کې د روسيې او چين پانګونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي او د مخنيوي لپاره یې پاکستان د يوې نيابتي ډلې په توګه کاروي.
هغه ويلي، د امريکا دغه ډول پالیسي نه يوازې د سیمې په زيان، بلکې د پاکستان ګټې هم په خطر کې اچوي.
نوموړي ويلي، پاکستان دې خپل بهرنی سیاست له سره وګوري او بدلونونه دې پکې راولي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې څه موده وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم منلې وه، چې د افغانستان په جګړو کې یې د امريکا په فرمايش د ځينو ډلو ملاتړ کاوه.





