ملګري ملتونه: د امریکا او ایران خبرې اترې دې دوام وکړي

February 18, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو هرکلی کړی او دا یې د ستونزو د سوله‌ییز حل لپاره مهم ګام بللی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجارېک د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، دا سازمان د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او باور لري چې ډیپلوماسي د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونه سرمنشي پر دواړو لوریو ټینګار کړی چې خبرې اترې دوامداره وساتي او هیله یې څرګنده کړې چې دا بهیر به په سیمه کې د کړکېچ د کمېدو او ثبات د پیاوړتیا لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د سویس په جینوا ښار کې د عمان په منځګړیتوب، د تړلو دروازو تر شا ترسره شوی و.