عراقچي: د هوکړې لاره پیل شوې، خو پایله لا لرې ده
خبرياله: نازو عمري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې بهیر پیل شوی، خو وروستۍ پایلې ته رسېدل به ژر ممکن نه وي.
عباس عراقچي د خبرو اترو دوهم پړاو مثبت بللی ؛خو زیاته کړې ده چې دواړه لوري لا هم پر ځینو مهمو مسایلو کې واټن لري او د نظرونو نږدې کېدل یې وخت غواړي.
عراقچي همداراز ویلي، د راتلونکو مذاکراتو کره نېټه نه ده ټاکل شوې او دواړه خواوې به لومړی په خپلو پلازمېنو کې سلا مشورې وکړي.
په دې پړاو کې د ایران د پلاوي مشري عراقچي کوله، او د امریکا له لوري سټیو ویتکاف او جرد کوشنر ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ایران او امريکا ترمنځ د اټومي پروګرام دویم پړاو خبرې اترې د عمان په سفارت کې د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شوې.





