استانه سبا د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو کوربه ده
ټاکل شوې د منځنۍ اسیا د تماس ډلې دویمه غونډه سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان د ځانګړي استازي او دیپلوماتان ګډون کوي او د افغانستان پر روان اقتصادي او سیاسي وضعیت به بحثونه وکړي.
دا غونډه به د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شي.
د منځنۍ اسیا د تماس ډله د ازبکستان په نوښت په ۲۰۲۵ کال کې رامنځته شوې ده.
د دغې ډلې لومړنۍ غونډه د همدغه کال د اګست په ۲۶مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې د تماس ډلې موخه د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي، سلا مشورې او ګډ دریځ پیاوړی کول دي.





