پاکستان: د افغانستان دننه د ترهګرو پر ضد د اقدام حق لرو

February 20, 26 KohiNoor

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام‌اباد ځانته دا حق ورکوي څو د افغانستان دننه د هغو ډلو د پټنځایونو پر وړاندې ګام واخلي،چې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، پاکستان څو ځله له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د خپلې خاورې له لارې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي، خو د ده په وینا «مثبت ځواب» یې نه دی ترلاسه کړی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې

 د فبرورۍ۱۶مه دباجوړ په سیمه کې د یوه برید په پایله کې ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

 د دغه برید مسؤولیت ټي ټي پي منلی دی.

پاکستان تل ادعا کړې، چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې مېشت دي؛ خو کابل دا تورونه بې‌بنسټه بللي او رد کړي یې دي.