امریکا قطر او بحرین کې له خپلو پوځي اډو لسګونه سرتیري ایستلي

February 21, 26 KohiNoor

امریکا د ایران سره د ناندریو د زیاتېدو په غبرګون کې، خپل سلګونه سرتېري د قطر العدید هوايي اډې او بحرین له پوځي اډو څخه ایستلي دي.

د نیویارک ټایمز دراپور له مخې ، دا ګام د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو په وړاندې د دفاعي تدابیرو یوه برخه ده.

همدارنګه، رویټرز د دوه امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځي پلان پرمختللې مرحلې ته رسیدلی او ښايي ځانګړي کسان په نښه شي یا حتی په تهران کې د رژیم بدلون لپاره هم ګامونه پورته شي.

دا پداسې حال کې ده، چې ایران ويلي وو که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي؛ نو داسې څپېړه به ورکړي چې د بېرته پورته کېدو توان ونلري.