راپورونه: امريکا غواړي اسرا... لومړی پر ايران بريد وکړي
پولیتیکو د راپور له مخې، امریکا دا غوره ګڼي چې اسرائیل د ایران پر وړاندې د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پیلوونکی وي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلي چارواکو خپل پوځ ته د ایران پر ضد د بشپړ چمتووالي لارښوونه کړې وه.
همداراز، یو شمېر ایراني او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي اسرائیل د امریکا تر مستقیم ګډون وړاندې پر ایران برید وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده نن پنجشنبه په جینوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټمي خبرو درېیم پړاو پیل شي؛ هغه مذاکرات چې د سیمې پر امنیتي وضعیت مستقیم اغېز لرلای شي.





