عراقچي: پر ایران د امریکا او اسرا... برید ښکاره جرم دی

March 02, 26 KohiNoor

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، په یو لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انټونیوګوټریش،ته ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسرا ګډ بریدونه یو وحشتناک او جنایت‌کارانه اقدام دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې که په دې عمل غبرګون و نه ښودل شي، عاملین به يې لا پیاوړي اونړیوال حقوقي نظام ته به نه جبرانېدونکې ستونزې را ولاړې کړي.

عراقچي په دغه لیک کې د ایران د پخواني مذهبي مشر، علي خامنه يي، د مړینې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې ددغه عمل پایلې پراخې او ژورې دي، او مسوولیت یې په بشپړه توګه د هغو کسانو پر غاړه دی چې دا برید یې ترسره کړی دی.